د جمهور خبري آژانس مرکز 29 جوزا 1398 ساعت 11:47 http://jomhornews.com/ps/news/117500/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې پنځه داعشیان وژل شوي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د جلا جلا بریدونو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د جلا جلا بریدونو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پر داعش دغه بریدونه د ننګرهار په خوګیاڼو او پچیراګام ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له خوا شوي دي. د ننګرهار چارواکي وايي، په خوګیاڼو کې د هوايي برید پر مهال دوه داعش وسله وال وژل شوي دي. دغه راز سرچینه زیاتوي، چې په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه بل هوايي برید په ترڅ کې ۳ داعشیان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په اچین کې د عملیاتو پر مهال ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي و. جمهورخبري آژانس:ننګرهار