د جمهور خبري آژانس مرکز 29 حمل 1398 ساعت 9:14 http://jomhornews.com/ps/news/115601/ -------------------------------------------------- سرليک : پرتګال کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۹ تنه وژل شوي -------------------------------------------------- راپورنه وايي، پرتګال کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لسګونو الماني سیلانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : راپورنه وايي، پرتګال کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لسګونو الماني سیلانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د پرتګال په مادیرای جزیره کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سیلانیانو دغه موټر له سړکه واوښته او چپه شو. د پرتګال حکومت پر پېښه د خواشنۍ څرګندونو تر څنګ ویلي په دغه بس موټر کې ۵۵ سیلانیان سپاره و، چې ۲۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي، د پېښې قربانیان تر ډېره الماني وګړي دي، خو ځینې ځايي کسان هم ښايي په کې وي. په وژل شویو کسانو کې ۱۷ مېرمنې دي او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل