د جمهور خبري آژانس مرکز 10 جدی 1397 ساعت 14:12 http://jomhornews.com/ps/news/111902/ -------------------------------------------------- سرليک : کونړ: د چت لوېدو په پېښه کې مور او دوه ماشومان وژل شوي -------------------------------------------------- کونړ ولایت کې په یوه کور کې د یوې خونې د چت لوېدو په پېښه کې د یادې کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : کونړ ولایت کې په یوه کور کې د یوې خونې د چت لوېدو په پېښه کې د یادې کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه(د زمري ۹ مه) د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې رامنځ ته شوې ده. د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وايي، د خونې دېوالونه زاړه و، چې تېره شپه پر داسې مهال چې د کورنۍ غړي وید و د کوټ چت پرې راپرېوتی دی. نوموړي زیاته کړه، چې د چت پرېوتو له امله یوه مور او دوه ماشومان یې وژل مړه شوي او درې نور ماشومان یې ټپیان شوي دي. د هغه په وینا ټپیان د درملنې په موخه د سیمې روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. جمهورخبري آژانس:کونړ