ولسمشرۍ ماڼې په کابل کې د نن ورځې ځانمرګی برید چې لیږ تر لیږه ۷۰ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله غندلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګ نه په را لیږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې وسلوالو ترهګرو یو ځل بیا ثابته کړه چې هیڅ راز اسلامي او انساني اصولو ته پام نه کوي.
خبرپاڼه کې راغلي ترهګرو په کابل کې پر تبیان فرهنګي مرکز د برید له امله بشري ضد جنایت ترسره او یو ځل بیا یې انساني فاجعه رامنځته کړه.
خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د افغانستان حکومت یو ځل بیا په جدیت ټینګار کوي چې د ټولو ترهګرو ډلو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره روښانه اراده موجوده ده، امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو ډلو پر وړاندې د هغوی د نابودۍ مبارزه کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني اړوندو مسوولینو ته لارښونه کړې چې د یادې پېښې د څرنګوالي د څېړلو ترڅنګ ټپیانو او قربانیانو ته پر وخت رسیدګي وکړي.
جمهور خبري آژانس:کابل