د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د افغان ګډو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۷۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه عملیات تېره ورځ د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالي په ګورګورۍ، شينکۍ او انګوره سيمو کې تر سره شوي.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، ګډو افغان امنیتي ځواکونو په یادو سیمو کې د داعش پر وړاندې ځمکني او هوايي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې د دې ډلې ۶۰ غړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي.
خوګیاني زیاته کړه، چې په عملیاتو کې یو ولسي وګړی هم وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګدون ۱۳ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
دی وايي، دا چې داعش وسله والو د خلکو له کورنو څخه د سنګر په توګه کار اخیست او په کې پټ شوی و، نو ځکه د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کاموال وايي، د عملیاتو له سیمې دوي ته د یوه تن جسد او ۱۴ ټپیان وروړل شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
باید و ویل شي په هسکه مېنه ولسوالي کې وروسته له هغې د افغان ځواکونو له خوا عملیات پیل شول، چې درې ورځ وړاندې په همدې ولسوالي کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۱۵ تنه ولسي وګړي و وژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.
جمهور خبري آژانس:ننګرهار