۰

المان نور سعودي او اماراتو ته وسلې نه ورکوي

شنبی ۳۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۵
المان وايي سعودي عربستان او اماراتو ته یې ځکه د وسلو پر لېږدول بندیز لګولی، چې په وینا یې دغه هېوادونه د یمن په جګړه کې برخه اخلي.
المان نور سعودي او اماراتو ته وسلې نه ورکوي
المان وايي سعودي عربستان او اماراتو ته یې ځکه د وسلو پر لېږدول بندیز لګولی، چې په وینا یې دغه هېوادونه د یمن په جګړه کې برخه اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې المان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پر یادو هېوادونو د ۱۵۰ میلونه ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې، په داسې حال کې چې دغه شمېره وړم کال ۴۲ میلیون ډالره وه.

باید و ویل شي، چې سعودي عربستان، اماراتو او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو د ۱۳۹۴ کال را په دېخوا په یمن کې په دې نوم جګړه پیل کړې ده، چې ګواکي د یمن له دولت سره مرسته کوي.

تر اوسه په دغه هېواد کې زرګونه ملکي وګړي د سعودي په مشرۍ د عربي هېوادونو د ائتلاف په جګړه کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د تېرې جمعې په ورځ ولیعهد محمد بن سلمان په یمن کې پر جنګي جرمونو تورن کړ.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي