۰

کابل کې پر انترکانټنینټل هوټل ډلیز ځانمرګی برید شوی/ پنځه تن تر اوسه وژل شوي

یکشنبه ۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۳
د کابل ښار په مرکز کې پر انټرکانټنینټل هوټل ډلیز ځانمرګی وسله وال برید شوی، چې له امله یې تر اوسه پورې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې پر انترکانټنینټل هوټل ډلیز ځانمرګی برید شوی/ پنځه تن تر اوسه وژل شوي
د کابل ښار په مرکز کې پر انټرکانټنینټل هوټل ډلیز ځانمرګی وسله وال برید شوی، چې له امله یې تر اوسه پورې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت وايي، برید کوونکو
هغه زیاته کړه، چې په دغه حمله کې تر اوسه پورې ۵ تنه وژل شوي او د دریو امنیتي سرتېرو په ګډون ۶ تنه نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
د شپې شاوخوا ۹ بجې پر دغه هوټل برید کړی، چې نن د ورځې تر ۹ بجو پورې یې دوام ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په سیمه کې خبریالانو ته و ویل احتمال لري تر څلورو پورو بریدګرو په دغه برید کې برخه اخیستې چې دوه تنه یې وژل شوي او جسدونه یې امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې په دغه حمله کې تر اوسه پورې ۵ تنه وژل شوي او د دریو امنیتي سرتېرو په ګډون ۶ تنه نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.

دانش زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د هوټل شپږ پوړه په مکمله
د کورنیو چارو وزارت ویاند و ویل، چې د برید پر مهال امنیتي ځواکونه توانېدلي، د ۸ بهرنیانو په ګډون چې مېرمنې هم ورکې دي، ۱۰۰ تنه وژغوري او خوندي ځای ته یې لېږدولي دي.
توګه چاڼ کړي او او په پاتې دوه نورو پوړونو کې چاڼیز عملیات روان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند و ویل، چې د برید پر مهال امنیتي ځواکونه توانېدلي، د ۸ بهرنیانو په ګډون چې مېرمنې هم ورکې دي، ۱۰۰ تنه وژغوري او خوندي ځای ته یې لېږدولي دي.

نوموړی وايي، د دغه هوټل امنیتي مسؤولیت نېږدې درې اونۍ وړاندې یوې امنیتي خصوصي کمپنۍ ته سپارل شوی و، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

په ورته وخت کې رویټرز خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې برید کوونکو هوټل کې د ننه ځینې کسان یرغمل نیولي، خو د کورنیو چارو وزاررت ویاند دغه څرګندونې رد کړې
دغه راز د ملي امنیت یوې سرچینې فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي، چې څلور تنه بریدګر هوټل ته ننوتي او هلته ی پر میلمونو ډزې کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
او ویې ویل، چې یرغمل نه دي نیول شوي.

دغه راز د ملي امنیت یوې سرچینې فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي، چې څلور تنه بریدګر هوټل ته ننوتي او هلته ی پر میلمونو ډزې کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د دغه برید مسؤولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو په دې وروستیو کې د زیاترو بریدونو مسؤولیت داعش وسله واله ډله پر غاړه اخلي.

باید و ویل شي، چې په ۲۰۱۱ کال کې هم پر دغه هوټل ورته ډلییز ځانمرګی برید شوی و، چې په ترڅ کې یې ۲۱ تنه وزل شوي و، چې ۱۱ تنه په کې ملکي وګړي وو.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي