سیمه ییز چارواکي وایي، په بلخ ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو او ځايي پاڅونوالو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د بلخ ولایت د شولګر ولسوالۍ د بزبای په سیمه کې رامنځ ته شوې، خو دا چې څنګه وژل شوي دقیق لامل یې نه دی معلوم.
د شولګر ولسوال سراج عابد وايي، چې په بزبای سیمه کې پاڅونوال، سیمه ییز پولیس او عام خلک راټول شوي و، چې ۱۸ ترې وژل شوي خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه کسان چا او په څه ډول وژلي دي.
په ورته وخت کې د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شېرجان درانی وايي وژل شوي کسان ډېری یې سیمه ییزه پولیس او پاڅونوال دي.
هغه زیاتوي، چې دغه کسانو ته چا څه شي ورکړي نو ځکه مړه شوي دي.
خو د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې دغه کسان د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.
تر اوسه د یادې پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور خبري آژانس: بلخ