مایک پنس:

امریکا منځني ختیځ کې د سولې پروسې بیا پیل ته ژمنه ده

1 دلو 1396 ساعت 10:02

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، که اسرائیل او فلسطینیان موافقه وکړي، د امریکا متحد ایالتونه به د دوی د دوو دولتونو د حل‌لارې ملاتړ وکړي.


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، که اسرائیل او فلسطینیان موافقه وکړي، د امریکا متحد ایالتونه به د دوی د دوو دولتونو د حل‌لارې ملاتړ وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پنس دغه څرګندونې د مصر له ولسمشر الفتاح السیسي سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته و ویل، چې چې امریکا په منځني ختیځ کې د سولې پروسې بیا پیل ته ژمنه ده.

هغه د امریکا او مصر د اړیکو په اړه ویلي، چې د مصر او امريکا ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت غښتلي دي او ولسمشر ټرمپ په مصر کې د اقتصادي اصلاحاتو د عملي کېدو له کبله د السيسي قدر کوي.

باید و ویل شي، چې مایک پنس به تر مصر وروسته اردون او اسرائیلو ته هم لاړ شي.

مایک پنس دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د واشنګټن له خوا د د اسرائيل د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د اعلان پر سر عرب هېوادونه په غوسه دي.

خپله فلسطینی چارواکو هم ویلي، چې نور دوی امریکا د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د سولې د خبرو د منځګړي په توګه نه مني.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 100609

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100609/

جمهور
  https://www.jomhornews.com