۰
ولسمشرۍ ماڼۍ:

تر چې ترهګر امن پټنځایونه ولري، د سیمې خلک به ثبات ونه وینی

یکشنبه ۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۰
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کابل کې پر انټر کانټنینټل هوټل شوي وسله وال برید ته په اشارې وايي، تر هغه چې ترهګر ملاتړ او امن پټنځایونه ولري د سیمې خلک به سولې، ثبات او آرام ژوند ته ونه رسېږي.
تر چې ترهګر امن پټنځایونه ولري، د سیمې خلک به ثبات ونه وینی
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کابل کې پر انټر کانټنینټل هوټل شوي وسله وال برید ته په اشارې وايي، تر هغه چې ترهګر ملاتړ او امن پټنځایونه ولري د سیمې خلک به سولې، ثبات او آرام ژوند ته ونه رسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼې نن یک شنبې د (سلواغې اوله) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې وروستیو کې افغان دولت او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د لیدنې پر مهال او دغه راز د یادې شورا په فوق العاده غونډه کې پر ترهګرو ډولو د فشار راوړلو په برخه کې یو اجماع ته رسېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پر انټر کانټنینټل هوټل او دې ته ورته نور بریدونو ټول دې ته واداره کوي، چې په کډه د دغه اجماع په رڼا کې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي او له توپیره پرته مبارزه ګړندۍ کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د ترهګریزه بریدونو پچلتیا ته په کتو افغان دولت یو ځل بیا له نړیوالې امنیت شورا سره په خبرو کې پر ترهګرو ټولو فشار راوړلو باندې ټینګار کړی او هغوی ته یې واضح ویلي تر څو ترهګرې ډلې ملاتړ او امن پټنځایونه ولري، د سیمې خلک به سولې، ثبات او آرام ژوند ته ونه رسېږي.

خبرپاڼه کې ولسمشر محمد اشرف غني پر انټرکانټیننټل هوټل برید په کلکو ټکو غندلی خو تر څنګ یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېره بیا د پولیسو د ځانګړې قطعې چې په ډېره مېرانه یې وسله والو له منځه یووړل او د زیاتو تلفاتو مخنیوی یې وکړ، ستاینه کړې ده.

ولسمشر د دغه برید په اړه اړونده ادارو ته جدي سپارښتنه کړې، تر څو بشپړ تحقیات او پلټنې وکړي.

باید و ویل شي، چې څلور تنو پر وسلو سمبال وسله والو کسانو تېره شپه شاوخوا ۹ بجې کابل کې پر انټرکانټنینټل هوټل ډلییز برید وکړ، چې د سهار تر نېږدې لسو بجو پورې یې دوام وکړ.

د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو څلور واړه بریدګر و وژل او دغه راز یې د ګڼو بهرنیانو په ګډون ۱۶۰ تنه روغ رمټ له دغه برید څخه وژغورل.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دې برید کې د یوه بهرني اتباع په ګډون ۵ ولسي وګړي وژل شوي او د څلورو سرتېرو په ګډون ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، په دې برید کې د سولې عالي شورا یو کارکوونکی احمد فرزان او د فراه ولایت د مخابراتو رییس هم وژل شوي دي، خو رسیمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، استخباراتي معلومات ښيي دغه برید د حقاني شبکې چې مرکزونه یې د افغانستان له پولو د باندې دي، پلان او تر سره شوی دی.

خو د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او په دې برید کې یې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون د ګڼو افغان سرتېرو او افغان حکومت د کارکوونکو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي