۰
د اوکراین ولسمشر:

افغانستان کې د خپلو وګړو وژل کېدو سخت خواشینی کړی یم

دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۸
د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو په افغانستان کې په انټرکانټنینټل هوټل کې د وسله وال برید پر مهال د خپل هېواد د وګړو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
افغانستان کې د خپلو وګړو وژل کېدو سخت خواشینی کړی یم
د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو په افغانستان کې په انټرکانټنینټل هوټل کې د وسله وال برید پر مهال د خپل هېواد د وګړو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوکرایني رسنۍ د پترو پروشینکو له قوله ویلي، چې په افغانستان کې پر یوه هوټل برید سخت خواشینی کړی دی او هلته د اوکرایني وګړو پېښه ورته سخته خواشینوونکې ده.

د هغه په وینا چې وګړو یې په ملکي برخه کې کار کاوه، خو د وسله والو تر برید لاندې راغلل.

اوکرایني رسنۍ وايي د ځینو راپورونو له مخې ۹ او د ځینو راپورونو له مخې ۶ اوکرایني وګړي په دغه پېښه کې وژل شوي دي.

خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې پر انټرکانټنینټال د برید په پېښه کې ۶ اوکرایني وګړي وژل شوي دي.

سرچینه وايي دغه کسانو په یوه خصوصي هوايي شرکت کې کار کاوه.

په ورته وخت کط د کام ایر هوايي شرکت وايي، په برید کې د دوې شاوخوا ۱۰ پیلوټان او انجینران وژل شوي دي چې د وینزویلا او اوکراین دي.

باید و ویل شي، چې پر انټرکانټنینټل هوټل وړمه شپه ۹ بجې د پنځو وسله والو کسانو له خوا برید وشو، چې د سهار تر ۱۰ بجو پورې یې دوام درولود.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، په دغه برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ټول ۱۸ کسه وژل شوي او ۱۰ ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دغه برید د حقاني شبکې له خوا پلان او تر سره شوی دی خو د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بیا ویلي، چې له ترهګرو سره د ننه د هوټل څخه مرسته شوې او برید یې تر سره کړی دی، خو په وینا یې په دې اړه هر اړخیزه پلټنې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه هوټل امنیت مخکې د پولیسو له خوا نیول شوی و خو د کورنیو چارو وزارت په وینا له تېرو دریو اونیو راهیسې د هوټل امنیتي چارې یوه خصوصي امنیتي شرکت ته سپارل شوې وې، خو د دغه شرکت په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي