۰
زلمی خلیلزاد:

امریکا د پاکستان پر بدیل فکر کوي، د پاکستان داخلي وضعیت د اندېښنې وړ دی

دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۲
په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې دوه مخه دی او امریکا ځان ته د پاکستان د بدیل په لټه کې دی.
امریکا د پاکستان پر بدیل فکر کوي، د پاکستان داخلي وضعیت د اندېښنې وړ دی
په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې دوه مخه دی او امریکا ځان ته د پاکستان د بدیل په لټه کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په هند کې له یوې ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، چې امریکا هڅه کوي افغانستان کې د خپلو سرتېرو د اکمال او پاللو له پاره د پاکستان پر بدیل فکر وکړي.

نوموړي ویلي، چې دا مهال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تدارکات د پاکستان له لارې تر سره کېږي خو امریکا هڅه کوي، چې دا لار بدله او د پاکستان پر ځای یې د کوم بل هېواد له لارې اکمال کړي.

د هغه په وینا پاکستان له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې دوه مخی چلند کوي او دا مسئله اوس ټولې نړۍ ته روښانه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې که پاکستان صادقانه ګامونه اوچت نه کړي، نو امریکا پر دغه هېواد د فشار راوستلو لپاره پر نورو لارو چارو هم لاس پورې کولی شي.

دغه پخواني امریکايي دیپلومات د پاکستان داخلي وضعیت هم د جدي اندېښنې وړ بللی او  دده په وینا نور هېوادونه پوځ لري، خو د پاکستان پوځ بیا هېواد لري چې له میلیونونه وګړو سره یو ځا یې برمته کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي