۰

د برېتانیا د پوځ مشر اعتراف کړی، چې د روسیې پوځ پر دوی غښتلی دی

دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۳
د برېتانیا د پوځ لوی درستیز پر دې اعتراف کړی، چې د روسیې پوځ د برېتانیا د پوځ په پرتله غښتلی او په پرمختللو وسلو سمبال دی.
د برېتانیا د پوځ مشر اعتراف کړی، چې د روسیې پوځ پر دوی غښتلی دی
د برېتانیا د پوځ لوی درستیز پر دې اعتراف کړی، چې د روسیې پوځ د برېتانیا د پوځ په پرتله غښتلی او په پرمختللو وسلو سمبال دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تلګراف ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې د برېتانیا د پوځ لوی درستیز نیک کارتر دغه څرګندونې د یوې وینا پر مهال کړې دي.

دغه ورځپاڼې د برېتانیا د پوځ د مشر له قوله ویلي، چې د برېتانیا پوځ د روسیې د پوځ په پرتله وروسته پاتې دی او دا یې د روسیې له اړخه برېتانیا ته یو ګواښ وباله.

د هغه په بارو د روسیې کروز توغندي، چې په سوریه کې په بریالۍ توګه تر ګټه واخستل شوه د نورو هېوادونو له پاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د برېتانیا د پوځ مشر زیاته کړې، چې لندن د دغه توغندي دفاع شاید ونه شي کړاي.

هغه د برېتانیا د نظامي تجهیزاتو د پراخوالی د بودیجې او لګښت کمېدو ته په اشارې سره و ویل، چې مسکو په ورستیو کې د داسې نظامي ځواک په ښودلو توانېدلی، چې لندن ته به ستونزمن وي، چې له هغه سره مطابقت وکړای شي.

په ورته وخت کې ورځپانې د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې د برېتانیا لوړ پوړي نظامي چارواکي په توپ خونه، الکترونیکي او کمپیوټري فن په برخو کې د روسیې له پیاوړتیا څخه اندېښمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي