۰

ولسمشر غني وايي د امنیتي ځواکونو وارثینو ته رسیدګي یې لومړیتوب دی

دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې، زړورتیا او اتلولۍ ستایلې او ویلي، چې یې دي، چې د دغه ځواکونو وارثینو ته رسیدګي د حکومت لومړیتوب دی.
ولسمشر غني وايي د امنیتي ځواکونو وارثینو ته رسیدګي یې لومړیتوب دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې، زړورتیا او اتلولۍ ستایلې او ویلي، چې یې دي، چې د دغه ځواکونو وارثینو ته رسیدګي د حکومت لومړیتوب دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د تېرې ورځې په پېښه کې د وژل شویو سرتېرو وارثینو ته د اووه اپارتمانونو کلیانې ورکړې.

له ارګ نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ښاغلي غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته د اووه اپارتمانونو کلیانې ورکړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې، زړورتیا او اتلولۍ وستایلې او وې ویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو وارثینو ته رسیدګي زمونږ په لومړیتوبونو کې ده.

باید و ویل شي، چې وړمه شپه ۹ بجې کابل کې پر انټرکانټنینټل هوټل څلور تنه وسله والو برید وکړ، چې له افغان ځواکونو سره تر ۱۶ ساعته جنګ وروسته له پښو وغورځول شول.

په دغه برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، خو ځینې سرچینې د وژل شویو کسانو شمېره زیاته ښيي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي