۰
اوچا:

په ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې ۱۷ خیریه کارکوونکي وژل شوي

دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۷
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۷ میلادي کابل په افغانستان کې ۱۷ مرسته کوونکي وژل شوي دي.
په ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې ۱۷ خیریه کارکوونکي وژل شوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۷ میلادي کابل په افغانستان کې ۱۷ مرسته کوونکي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوچا نن دوشنبې د (سلواغې ۲مه) په خپاره کړي راپور کې زیاته کړې، چې په یاد کال کې په افغانستان کې یې د مرسته رسوونکيو پر وړاندې ۳۷۷ پیښې ثبت کړې.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۷ کې د ۱۷ خیریه کارکوونکو پر وژل کېدو سربېره ۳۳ تنه نورټپیان شوي او د ۴۷ نورو مرستندویانو د تښتونې پېښې ثبت شوې دي.

اوچا په راپور کې ویلي، چې د دې ادارې  د مرسته رسوونکيو پر وړاندې د ګواښونو زیاتېدل د افغانستان لپاره منفي پیام درلودلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د دې دفتر لخوا د مرسته رسوونکيو پر وړاندې د ګواښونو ۲۰۰ پیښې ثبت شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي