ارګ د ۱۱ میلیاره افغانیو د بې ځایه لګېدو مخه نیولې ده

3 دلو 1396 ساعت 9:39

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ۱۳۹۶ کال د پروژو په قراردادونو کې یې د ۱۱ میلیارده افغانیو د بې ځایه لګولو او ضایع کېدلو مخه نیولې ده.


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ۱۳۹۶ کال د پروژو په قراردادونو کې یې د ۱۱ میلیارده افغانیو د بې ځایه لګولو او ضایع کېدلو مخه نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه څرګندونې تېره ورځ د سلواغې دوهمه د تدارکاتو د ادارې مشر الهام عمر هوتکي ولسمشر غني ته د خپل راپور د اورولو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې ۸۰۰ پروژې یې ارزولي او څېړلي دي او په پایله کې یې د ۱۱ میلیارده افغانیو د ضایع کېدو او بې ځایه لګېدو مخه نیول شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تدارکاتو د قانون پلي کولو، په قراردادونو کې شفافیت، د مالیاتو لوړولو، د جعلکارو شرکتونو لغوه کولو او دا ډول ځینو نورو اقداماتو دا ۱۱ میلیارده افغانۍ خوندي او سپما کړي دي.

د اعلامیې له مخې په دغو ۸۰۰ اروزل شویو پروژو کې د فواید عامې، اوبو او برېښنا او کلیو او پراختیا وزارتونو ځیني زیر بنايي پروژې هم شاملې دي خو د پروژو سیمې او ټوله بودیجه یې نه ده په ډاګه کړې.

باید و ویل شي، چې د ملي یوالي حکومت تل د فساد په ضد د مبارزې ژمنه کړې او په دې برخه کې د افغانستان د بیا رغوني له پاره د امریکا ځانګړي څارونکي، سیګار هم په خپل راپور کې د ملي تدارکاتو کار ستایلی او مثبت یې بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 100677

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100677/

جمهور
  https://www.jomhornews.com