۰
ملګري ملتونه:

پاکستان کې د افغان کډوالو تعلیمي نصاب هېڅ ستونزه نه لري

سی شنبه ۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۰
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ښونځیو په تعلیمي نصاب کې بدلون نه دی راغلی او دغه نصاب هېڅ ډول ستونزه نه لري.
پاکستان کې د افغان کډوالو تعلیمي نصاب هېڅ ستونزه نه لري
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ښونځیو په تعلیمي نصاب کې بدلون نه دی راغلی او دغه نصاب هېڅ ډول ستونزه نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر دې وړاندې پاکستان د دغه روزنیز نصاب په ځینو برخو اندېښنه ښودلې ده.

د خیبرپښتونخوا حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ویلي چې د افغان کډوالو د ابتدایه ښونځیو په کتابونو کې د اندېښنې وړ ځیني مسایل تدریسېږي، خو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، داسې کتابونه یې نه دي وېشلي او نه به یې و وېشي چې انتقادي مسایل په کې وي.

باید و ویل شي، چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته د افغانستان رسمي روزنیز نصاب تدریسیږي خو په ځینو نورو کمپونو کې بیا د پاکستان روزنیز نصاب هم شته.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په پاکستان کې ۲.۷ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۴میلیون یې ثبت او راجستر دي او پاکستان ورته د وتلو امر کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي