ازبیکستان غواړي د هرات او مزارشریف تر منځ ریل پټلۍ جوړه کړي

3 دلو 1396 ساعت 10:25

ازبیکستاني چارواکي وایي، هېواد یې غواړي د افغانستان د هرات او مزارشریف ولایتونو تر منځ د ریل ګاډي پټلۍ جوړه کړي.


ازبیکستاني چارواکي وایي، هېواد یې غواړي د افغانستان د هرات او مزارشریف ولایتونو تر منځ د ریل ګاډي پټلۍ جوړه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې پروژې په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ازبیکستان د مرستیال لومړي وزیر او مالیې وزیر جمشید کوچکاروف ترمنځ کابل کې خبرې شوې دي.

ښاغلي کوچکاروف ویلي، چې د پروژې ارزونه شوې او له ازبیک سوداګري بانک او د بسنټونو د پانګونې له اسیايي بانک سره د پروژې پر مالي چارو خبرې روانې دي.

د هغه په وینا دا پروژه د افغانستان، ازبیکستان او همداراز د سیمې د هیوادونو لپاره خورا زیات اهمیت لري او د دغه ريل پټلۍ په جوړېدو سره به د ازبېکستان له لارې له افغانستانه چین ته تګ په درېیو ورځو کې ممکن شي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي، چې د دې ډول لارو جوړېدول به د خلکو د ژوند کیفیت ښه کړي او د سیمې له سوکالۍ سره به مرسته وکړي.

باید و ویل شي، چې ازبیکستان تر دې وړاندې هم د ۲۰۱۰ میلادي کابل په نوومبر کې د اسیا د پرمختیايي بانک د ۱۲۹ میلیون ډالره په مالي مرسته له حیرتان ښارګوټي تر مزارشریف پورې ۷۵ کیلومتره رېللار جوړه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 100680

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100680/

جمهور
  https://www.jomhornews.com