امنیتي سرچینې:

پر کانټینټل هوټل په برید کې کارول شوي چاودېدونکي توکي پاکستاني وو

4 دلو 1396 ساعت 9:00

افغان امنیتي سرچینې وايي، هغه موټر چې په کې وسله وال برید کوونکي پر انټر کانټنینټل هوټل د برید له پاره راغلي وو، د پاکستان جوړ چاودېدونکو توکو ډک و.


افغان امنیتي سرچینې وايي، هغه موټر چې په کې وسله وال برید کوونکي پر انټر کانټنینټل هوټل د برید له پاره راغلي وو، د پاکستان جوړ چاودېدونکو توکو ډک و.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امنیتي سرچینې پژواک خبري آژانس ته ویلي، چې درې تنه برید ګر په یوه ټونس موټر کې راغلي او د هوټل د موټر تر تم ځای یا پارکېنګ پورې یې ځان رسولی و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې برید ګرو غوښتل دغه موټر ته چې له پاکستان جوړ چاوېدونکو توکو ډک و هغه مهال چاودنه ورکړي، چې افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې عملیات پيل کړي.

خو په وینا یې افغان ځواکونو دغه موټر لومړی کشف او وروسته یې ورسره نېږدې جیمر ولګولو چې له امله یې د برید ګرو ریموټ کنټرول کار ونه کړ.

باید و ویل شي، چې پر یاد هوټل د تېرې شنبې په شپه ډلییز وسله وال برید وشو، چې په کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو بهرنیانو کې ډېری اوکرایني وګړي، چې له کام ایر هوايي شرکت سره یې کار کولو و خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم ویلي،چې په دغه برید کې امریکایانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د هویت او شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 100716

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100716/

جمهور
  https://www.jomhornews.com