سیمه ییز چارواکي وايي، د فراه ولایت د پوشت کوه ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.
د فراه د ولایتي شورا غړې شهلا ابوبکر
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه تېره ورځ د فراه ولایت مرکز فراه ښار ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.
نوموړې زیاته کړه چې د پشت کوه ولسوالۍ د پولیسو د استخباراتو امر له یادې ولسوالۍ د فراه ښار په لور روان و، چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له کمین سره مخ او وژل شوی دی.
په ورته وخت کې د فراه مرستیال والي محمد یونس رسولي د دغه پېښې پخلۍ کوي او وايي چې د پشت کوه ولسوالۍ د پولیسو د استخباراتو امر د یادې ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره یو ځای د فراه ښار په لور روان و، چې د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو هم د برید مسؤولیت منلی او ویلي یې دي، چې د استخباراتو د امر تر څنګ یې د هغه دوه ساتونکي هم وژلي دي.
دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر هم د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی و.
جمهورخبري آژانس:فراه