ولسمشرۍ ماڼۍ:

د ترهګرو پر ملاتړو باید نړیوال فشار زیات کړای شي

5 دلو 1396 ساعت 9:35

ولسمشرۍ ماڼۍ په ننګرهار ولایت کې شوي وسله وال ډلییز ځانمرګی برید ته په اشارې سره له نړیوالو غوښتي، چې د ترهګرو پر ملاتړو خپل فشارونه زیات کړي.


ولسمشرۍ ماڼۍ په ننګرهار ولایت کې شوي وسله وال ډلییز ځانمرګی برید ته په اشارې سره له نړیوالو غوښتي، چې د ترهګرو پر ملاتړو خپل فشارونه زیات کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې ترهګر د خپلې ماتې او زوال د پټولو له پاره جنیات او طغیان ته مخ کړې، چې ښه بېلګه یې په جلال آباد ښار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ پر اداره وروستۍ برید دی.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې افغان دولت د فعالې ديپلوماسۍ او افغان ځواکونو د بل هر وخت په پرتله پر ترهګرو ډلو د هغوی د ملاتړ کړۍ راتنګه کړې او ترهګرو ډلو د خپلو ماتو د پټولو له پاره جنایتونو او طغیان ته مخه کړې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ماشومانو په برخه کې د نړیوالو بنسټونو فعالیت او خدمتونه ستایلي دي.

ولسمشر ویلي، د ترهګرو ډلو ورته بریدونه او جنایات نه شي کولای د یادو بنسټونو د فعالیت مخه ونیسي او یا یې هم له خنډ سره مخ کړي ځکه په وینا یې افغان حکومت د خلکو په مرسته او د نړیوالو په ملاتړ د نړیوالو بنسټونو د کارکوونکو امنیت ته زیاته پاملرنه لري.

ښاغلي غني یو ځل بیا له ټولو هېوادونو د ترهګرو د ځپلو په موخه غوښتي، چې له ترهګرو ډلو سره د افغان ځواکونو په شان له توپیر پرته جدي مبارزه او عملي اقدامات وکړي.

افغان ولسمشر یو ځل بیا د ترهګرو د پټنځایونو په له منځه وړلو ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د ترهګرو پر ملاتړو خپل فشارونه نور هم زیات کړي.

باید و ویل شي، چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې تېره ورځ د پنځو تنو بریدګرو له خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په یوه دفتر ډلییز ځانمرګی برید وکړ، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 100756

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100756/

جمهور
  https://www.jomhornews.com