ولسمشر غني:

هېواد کې تاوتریخوالی پای ته رسېدو ته نېږدې شوی او دښمن په انزوا کې دی

5 دلو 1396 ساعت 10:06

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته نېږدې شوی او دښمن په انزوا کې دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته نېږدې شوی او دښمن په انزوا کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له ریسانو سره په اړه کې د یوې ناستې پر مهال کړې دي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې زموږ د هېواد دښمنان باید پوه شي، چې د افغانستان د پرمختګ مخه نه شي نیولای ځکه موږ هره ورځ تر بلې غښتلي کېږو.

ولسمشر پر انټرکانټنینټل هوټل په شوي برید کې د فراه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د رییس جمال الدین پاچاخیل وژل کېدو ته په اشارې سره ویلي«زموږ ارادې غښتلې دي، ځکه حق پر باطق بریالی کېږي او زموږ دښمن به دغه تپل شوي جنګ کې بایلي او موږ به یې ګټو.»

افغان ولسمشر وړاندې زیاته کړې« په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته رسېدو ته نېږدې شوی او دښمن په انزاو کې قرار لري، زموږ دښمنان باید پوه شي، چې د افغانستان د پرمختګ مخه نه شي نیولای ځکه موږ هره ورځ قوي کېږو.»

نوموړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په اړه کنفرانس د تجربو د تبادلې او د دغه ستکور د پرمختګ له پاره مهم وباله او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکزي او ولایتي ټیم له مسؤولینو څخه یې ستاینه وکړه.

هغه د یاد سکتور اهمیت ته په اشارې و ویل، چې د ټکنالوژۍ سرعت چې د څلورم صعنتي بدلون په توګه د خلکو پر ژوند زیات اغېز لري ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی.

ښاغلي غني په هېواد کې د انټرنېټ پر کیفیت او د بیو پر ټیټېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې خلک د مخابراتي سیستم له کیفیت څخه راضي نه دي.

په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاده آریوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند درې ورځني کنفرانس په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په دغه کنفرانس کې یې له ولایتي مسؤولینو سره پر راتلونکو پلانونو، ستونزو او د یاد سکتور پر غښتلي کولو خبرې اترې کړې دي.

نوموړي و ویل، چې د انټرنېټ د بیې ټیټېدو، د پوسته خانو د جوړولو، الکترونکي حکومت دارۍ، له سیم کارتونو د غیر قانوني ګټنې د مخنیوي، د زده کړو تخصصي پروګرامونو او د مخابراتي سکتور د غښتلتیا له پاره یې ګڼې طرحې تر کار لاندې دي، چې په راتلونکې کې به عملي بڼه خپله کړي.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 100760

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100760/

جمهور
  https://www.jomhornews.com