۰

هلمند کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی

پنجشنبه ۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۱
د هلمند چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی او د چاوېدونکو توکو ډک هاموی موټر هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي دي.
هلمند کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی
د هلمند چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی او د چاوېدونکو توکو ډک هاموی موټر هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ چهارشنبې د (سلواغې ۴مه) په مارجې ولسوالی کې یو ځانمرګي بریدګر موخې ته تر رسېدو مخکې وژل شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د مارجې ولسوالۍ ختیځ لوري ته یو حاموې ټانګ، چې پر چاودېدونکو توکو بار وو له منځه وړی دی.

سرچینې زیاته کړې، وسله والو مخالفینو غوښتل د دې حاموې ټانګ په وسیله په دې سیمه کې روان پوځي عملیات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، خو د کشفي راپورونو پر اساس یاد ټانک د تریخ ناور په سیمه کې موخې ته تر رسېدو مخکې محاصره او له منځه وړل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، په یاد ټانګ کې يو ترهګر هم وژل شوی دی.

د دولت وسله والو مخالفنیو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي