اسلام آباد کې افغان سفیر د پاکستان د پوځ له مشر سره لیدلی

5 دلو 1396 ساعت 14:34

په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي او دواړو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې.


په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي او دواړو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېلوال په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د پاکستان د پوځ له مشر سره د دواړو هېوادو د اړیکو پر پراختیا، د باور فضا رامنځ ته کولو، او په دواړو هېوادونو کې د سولې او خوشحالۍ راوستلو په اړه خبرې کړې.

اسلام آباد کې افغان سفیر او د پاکستان د پوځ مشر پر داسې مهال د اړیکو پر پراختیا او د سولې پر راوستلو خبرې کوي، چې پاکستان تر بل هر وخت د امریکا او نړیوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دی.

تازه په تازه امریکا له پاکستانه یو ځل بیا غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او طالب مشران یا ونیسي او یا یې هم و شړي.

له دې سره په خوا د امریکا بې پیلوټه الوتکې له ډېورنډ پولې پورې غاړې د وسله والو پر مرکزونو بریدونو ته هم دوام ورکړی، چې د پاکستان له سخت غبرګون سره مخ شوي او دا یې د پاکستان پر حریم تېری بللی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 100775

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100775/

جمهور
  https://www.jomhornews.com