ټرامپ:

نه پرېږدو چې افغانستان بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي

7 دلو 1396 ساعت 9:14

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ وايي اجازه به ورنکړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.


د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ وايي اجازه به ورنکړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرامپ چې نن شنبې د (سلواغې ۷مه) د داووس په نړیواله غونده کې وینا کوله ترهګري د ټولې له نړۍ له پاره ګواښ وباله او د هغه پر وړاندې پر ګډې مبارزې یې ټینګار وکړ.

نوموړي  و ویل«موږ ژمن یو او دې ډاډ من کړو، چې افغانستان به هېڅ کله د تروریستانو په پناه ځای بدل نشي، هغه کسان چې غواړي زموږ ملکي خلک ووژني، زه غواړم د هېوادونو چې نن دلته حاضر دي او په دې مهمه مبارزه کې ښکېل دي مننه وکړم، تاسو نه یوازې خپل خلک ساتۍ، بلکې د میلیونونو وګړو زوند او هیلې خوندي کوۍ.»

د امریکا ولسمشر د داعش پر ځپلو خوښي وښوده او ویې ویل، چې د داعش ضد ایتلاف وتوندېده هغه خاوره چې دغه ډلې نیولې وه، نېږدې سل سلنه بېرته تر لاسه کړي، خو په وینا یې په دې برخه کې نورې جګړې او کار ته اړتیا ته چې باید وشي.

هغه دا هم و ویل، چې امنیت د اقتصادي ودې اساسي شرط دی او له هېوادونو یې وغوښتل چې د امنیت د ټینګولو او امنیتي ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې له امریکا سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر ټرمپ به د دغې سرمشریزې په څنډو کې د بریتانیا او اسرائیل له لومړي وزیرانو او ځینو نورو مشرانو سره هم وګوري او بېرته به واشنګټن ته ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 100797

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100797/

جمهور
  https://www.jomhornews.com