د کابل د شوي ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۱۸۰تنو ته ورسېده

7 دلو 1396 ساعت 12:22

پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزارت زړې ودانې او د سولې عالي شورا دفتر ته نېږدې شوې چاودنه ځانمرګی برید و، چې له امله یې تر اوسه پورې ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزارت زړې ودانې او د سولې عالي شورا دفتر ته نېږدې شوې چاودنه ځانمرګی برید و، چې له امله یې تر اوسه پورې ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ده چاودنه نن شنبې د (سلواغې ۷مه) شاوخوا ۱۲:۲۵ بجې د کابل ښار د صدارت څلور لارې سره نېږدې دقیقآ د کورنیو چارو وزارت د زړې ودانې له دوهم قره ول  او سولې عالي شورا ته نېږدې رامنځ ته شوې.

د کورنیو چارو وزارت د برید پخلی کړی او وایي تر اوسه ۴ مړي او ۷۰ ټپیان روغتونو ته وړل شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسی وايي تر اوسه د پېښې له ځایه ۴۰ جسدونه او ۱۴۰ ټپیان د کابل روغتونو ته وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي برید کوونکي له امبولانس موټر څخه په ګټې اخیستنې له لومړي قره ول څخه ځان تېر کړی، په دوهم قره ول کې د پولیس له خوا تر پېژندلو وروسته هغه ځان ته چاودنه ور کړې ده.

برید ډېره زورور او ښايي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه شي.

سیمه دا مهال د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده او لسګونه امبولانسونه د قربانیانو په لېږدولو بوخت دي.

د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې هم د ملي اردو په یوه مرکز موټر بم ځانمرګي برید شپږ افغان پوځیان ټپیان کړي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د کندهار په عینو مینه سیمه کې هم پر پولیسو موټر بم ځانمرګی برید شوی و، چې له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

څو شېبې وړاندې پلازمېنه کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت زړې ودانۍ ته څېرمه یوه چاودنه رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 100813

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100813/

جمهور
  https://www.jomhornews.com