
د هاګ محکمه وايي طالبان به یوه ورځ د محکمې مېز ته راکش کړي
9 دلو 1396 ساعت 8:31
د هاګ یا د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، چې وسله وال طالبان به ارو مرو یوه ورځ د نړیوالې محکمې مېز ته راکش کړای شي.
د هاګ یا د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، چې وسله وال طالبان به ارو مرو یوه ورځ د نړیوالې محکمې مېز ته راکش کړای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه محکمې قاضي کاوه موسوي وايي، یوه ورځ به په افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه پیل شوي.
د هغه په وینا نو طالبان به هم د نورو مسلو تر څنګ جنګي موخو له پاره د هغو وسایلو په کارولو چې د جګړې له پاره نه دي د عدالت مخې ته ودرول شي.
نوموړي په کابل کې صدارت څلور لاري سره نېږدې د امبولانس موټر په وسیله شوی برید چې په کې ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان شوي غندلی او د ولسي وګړو وژنه یې یو کرغېړن جنایت بللی دی.
د هغه په وینا په تېره یوه نیمه پېړۍ کې بېلابېلو نړیوالو تړونو، د جګړه ییزو موخو له پاره د روغتیایي وسایلو کارول په کلکه بند کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 100865
دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/100865/
جمهور
http://jomhornews.com