حامد کرزی:

که امریکا غواړي افغان جګړه پای ته ورسېږي پر پاکستان دې فشار راوړي

9 دلو 1396 ساعت 9:21

مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي که امریکا په رښتیا غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي نو پر پاکستان دې خپل فشارونه زیاته کړي.


مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي که امریکا په رښتیا غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي نو پر پاکستان دې خپل فشارونه زیاته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له هندي رسنیو سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو لا پر پاکستان د فشار راوړل دي.

د ښاغلي کرزي په خبره د ترهګرو اصلي مرکزونه او جرړې د افغانستان په خاوره کې نه دي، بلکې له پاکستانه راځي او په افغانستان کې خونړي بریدونه تر سره کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای په مستقیمه توګه ترهګر روزي، ملاتړ یې کوي او امریکا ته په کار ده، چې د پاکستاني حکومت پر دغه برخه لا ډېر فشارونه وضع کړي.

ښاغلي کرزي ویلي«که امریکا په رښتیا غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسول شي او ترهګري هلته ماته شي نو پر پاکستان فشار راوړل یې یوازینۍ لار ده.»

حامد کرزي پر امریکا غږ او ټینګار یې کړی، چې پر پاکستان دې نظامي او اقتصادي فشارونه ډېر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 100870

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100870/

جمهور
  https://www.jomhornews.com