د جوزجان چارواکي د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین د پیل سره سم په دې ولایت کې له یاد واکسین څخه د ۳۰ زره ماشومانو د پاتې کېدو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه ولایت کې تېره ورځ یک شنبې د سلواغې ۸ مه ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین د ورکړې لړۍ پیل شوې ده.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي د دغه واکسین د پیل پر مهال و ویل، چې د قوش تېپې او درزاب ولسوالیو د لارو بندېدو له امله شاوخوا ۳۰ زره ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه پاتې شوي دي.
د جوزجان د دې دوه ولسوالیو پر زیاتو برخو د دولت وسله وال مخالفین (طالبان او داعش) کنټرول لري، خو د یاد ولایت والي له وسله والو وغوښتل، چې د واکسین مخه ډپ نه کړي.
والي لطفالله عزيزي«له وسله والو مخالفینو غوښتنه لرو چې پر افغان ماشومانو رحم وکړي او د واکسين مخه دې نه نيسي.»
د هغه په وینا وسله وال مخالفین دې د واکسین رضاکارانو ته اجازه ورکړي، چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې هم ماشومان واکسین کړي.
باید و ویل شي، چې په جوزجان ولایت کې یوازې د پولیو واکسین نه بلکې د روتا واکسین هم چې په ماشومانو کې د نس ناستي د هغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره تطبيق کېږي چې علت یې د روتا په نوم مکروب ښوول شوى پیل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل