امریکا د مدودوف او لاروف نومونه د بندیزونو په لېست کې شامل کړي

10 دلو 1396 ساعت 10:11

امریکا د روسیې د ۱۱۴ تنه سیاسیون او ۹۶ سوداګرو یو نوم لړ خپور کړی، چې ښايي د واشنګټن له جدي بندیزونو سره مخ شي.


امریکا د روسیې د ۱۱۴ تنه سیاسیون او ۹۶ سوداګرو یو نوم لړ خپور کړی، چې ښايي د واشنګټن له جدي بندیزونو سره مخ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې لېست کې د روسیې د لومړي وزیر دیمیتري مدودوف او بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاورف نومونه هم شته.

سپوتنیک یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې امریکا د ۱۱۴ روسیې سیاسیون او دغه راز ۹۶ سوداګرو نوملړ خپور کړی، چې ښايي د واشنګټن له خوا بندیزونه پرې ولګول شي.

په راپور کې ویل شوی، چې لېست د امریکا مالیې وزارت خپور کړی او په کې د روسیې د لومړي وزیر دیمیتري مدودوف او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف نومونه هم شته خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 100904

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100904/

جمهور
  https://www.jomhornews.com