۰
د خوست دیني عالمان:

اوسنۍ جګړه دیني او مذهبي نه ‌ده، بلکې د پردیو د ګټو په خاطر ده

سی شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۳
د خوست ولایت دیني علمان وايي، خلک باید په دې پوه شي چې په هېواد کې اوسنۍ جګړه دیني او مذهبي نه ‌ده، بلکې د پردیو د ګټو په خاطر ده.
اوسنۍ جګړه دیني او مذهبي نه ‌ده، بلکې د پردیو د ګټو په خاطر ده
د خوست ولایت دیني علمان وايي، خلک باید په دې پوه شي چې په هېواد کې اوسنۍ جګړه دیني او مذهبي نه ‌ده، بلکې د پردیو د ګټو په خاطر ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست دیني عالمانو تېره ورځ دوشنبې د سلواغې ۹ مه خوست کې د یوې غونډې پر مهال دغه څرګندونې وکړې او په کابل کې پر وروستیو بریدونو یې ژوره خواشني وښوده.

دوی پر خپلو خبرو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر سیمو او ملکي هدفو د وسله والو بریدونه د اسلام دین له نظره حرام وبلل او ویې ویل، چې دا جګړه پر افغانانو تپل شوې سیاسي او استخباراتي جګړه ده.

غونده کې دینې عالمانو د کابل وروستیو بریدونو ته په اشارې سره پر ولس غږ وکړ، چې د دا ډول بریدونو په مخینوي کې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي او مولوي محمد عارف عرفان و ویل، خلک باید په دې پوه شي چې اوسنۍ جګړه دیني او مذهبي نه‌ده، بلکې د پردیو د ګټو په خاطر ده.

په دې غونډه کې یو شمېر ویناوالو په نظام کې د وسله‌ والو د نفوذي او بهرنیو استخباراتي کړیو پورې د تړلو کسانو شتون هم د یوې ستونزې په توګه یاد کړل او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې نظام دې د پردیو پورې د تړلو خلکو له شتونه پاک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي