۰
نشنل انټرسټ:

افغان جګړه د ګاونډیو له همکارۍ پرته پای ته نه رسېږي

چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۰
نشنل انټرسټ نشریه وايي، افغانستان کې روانه جګړه او ستونزې د ګاونډیو هېوادونو له همکارۍ او مرستې پرته پای ته نه رسېږي.
افغان جګړه د ګاونډیو له همکارۍ پرته پای ته نه رسېږي
نشنل انټرسټ نشریه وايي، افغانستان کې روانه جګړه او ستونزې د ګاونډیو هېوادونو له همکارۍ او مرستې پرته پای ته نه رسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نشریې په خپل یوه مطلب کې ویلي، تر هغه چې افغانستان له خپلو ګاونډیو سره په ګډه د روان بحران د حل هڅه و نه کړي، دا جګړې به روانې وي.

سرچینې دا هم زیاته کړې، چې پاکستان یو له هغو ګاونډیو دی، چې تر ډېره د ترهګرو په ملاتړ تورنېږي او امریکا هم په دې وروستیو کې فشارونه ورباندې ډېر کړي دي.

خو وايي، پاکستان په سیمه کې د امریکا د پلانونو تر ټولو ستر ملګری دی، چې ښايي فشارونه پرې ډېر کړي خو د تل لپاره به یې له لاسه ور نه کړي.

نشرینې ټینګار کړی، چې د افغان جګړې د حل لپاره د ګاونډیو پوره همکاري اړینه ده او همدا راز ددغه بحران د حل لپاره د سیمې د هېوادونو اجماع ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت وایي دوی تل له ګاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ژمن دي او له دغه هېوادونو یې په وار وار غوښتي، چې د افغان سولې او د افغانستان د ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

خو په وینا یې ځینو ګاونډیو چې د ترهګرو پر ملاتړ تورن دي، له دوه مخې پالیسې کار اخیستی او په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کېدو پلوي نه دي، بلکې په افغان جګړه کې خپلې ګټې لټوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي