۰
د سره صلیب نړیواله کمېټه:

افغانستان کې به خپلو فعالیتونو مرستو ته دوام ورکړو

پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۷
افغانستان کې به خپلو فعالیتونو مرستو ته دوام ورکړو
د سره صلیب نړیواله کمېټه یا آی سي آر سي وايي که څه په ۲۰۱۷ میلادي کال افغانستان کې له ګڼو ننګونو سره مخ وه، خو زیاتوي، چې لا به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې کمېټې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو او مرستو ته د تېرو ۳۰ کلونو په څېر په افغانستان کې ژمنه پاتې ده.

افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د څانګې مشرې مونيکا زناريلي وايي، ٢٠١٨ کال کې به د افغانستان لپاره د دې کمېټې د خدمتونو وړاندې کول متفاوت وي؛ ځکه ٢٠١٧ زېږديز کال افغانستان کې د يادې کمېټې لپاره له ګواښونو ډک کال و.

نوموړي زیاته کړې، چې د سره صليب نړيوالې کمېټې همکاري به له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره دوام ولري او لا به پياوړې شي، څو په لرو پرتو سيمو کې زيان ليدونکو کسانو ته لاسرسي وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي