۰

برېتانیا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۲
د افغانستان او پاکستان له پاره د برېتانیا ځانګړی استازی ګریټ بیلي وايي هېواد یې له افغانستان سره خپل هر اړخیزه مرستې او همکاري ته ژمن دی.
برېتانیا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي
د افغانستان او پاکستان له پاره د برېتانیا ځانګړی استازی ګریټ بیلي وايي هېواد یې له افغانستان سره خپل هر اړخیزه مرستې او همکاري ته ژمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بیلي دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په سپېدار ماڼۍ کې کړې دي.

له اجرائیه ریاست نه نن پنشنبې د سلواغې ۱۲ مه خپره شوط خبرپاڼه کې راغلي، چې د برېتانیا ځانګړي استازي په کابل کې وروستي بریدونه په کلکه وغندل او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د هر اړخیزه مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

سرچینه وایي، دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان په روان وضعیت، د را روانو پارلماني ټاکنو او دغه راز د دواړو هېوادو تر منځ په ګډه همکارۍ خبرې اترې وشوې.

همدا رنګه ښاغلی عبدالله او بیلي د افغانستان پر سیمه ییزه اړیکو، له پاکستان سره پر اړیکو، د ترهګرو د مرکزونو په اړه له هغوی د ملاتړ د پرې کولو او د سیمه ییزه اړیکو پر غښتلي کېدو خبرې کړې دي.

ښاغلي عبدالله بیا پر خپلو خبرو کې پر نړیواله تولنه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنو ته د پای ټکی کېږي او دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړ څخه راوګرځوي.

باید و ویل شي، ډاکتر عبدالله عبدالله تېره ورځ هم ویلي و، چې د هغه ترهګرو مرکزونه او پټنځایونه چې په افغانستان کې جنګېږي په پاکستان کې دي او نړیوال باید پر دغه هېواد فشار راوړي تر څو د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي