په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي وايي، که روسیه په نړیوال ډګر کې خپل سیاست بدل نه کړي، امریکا ورسره ملګرتیا نه شي کولای.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن هیلي دغه څرګندونې تېره ورځ جمعه د سلواغې ۱۳ مه په ویست ویرجنیا کې د خبرو پر مهال کړې او ټینګار یې کړی، چې روسیه باید خپل کړه – وړه تغیر کړي.
د هغې په وینا که چېرې روسیه په نړیوال ډګر کې خپل سیاست بدل نه کړي یوه واضح اندېښنه دا ده، چې روسیه د امریکا ملګرې نه ده.
خو په وینا یې ځینې موارد شته چې دواړه په ګډه کار پرې کولای شي خو که چېرې د مسکو حکومت پر هغو ارزښتونو چې اوسمهال باور لري، ټینګ پاتې شي د دواړو ترمنځ ملګرتیا ممکنه نه ده.
هغې و ویل، چې روسیه په سوریه کې د بشارالاسد د ظالم رژیم ملاتړ کوي چې د سوریې پر ملکي خلکو له تشدد سره مرسته کوي او په ملګرو ملتونو کې هره هڅه چې له بشارالاسد سره د حساب او کتاب لپاره کېږي، ویټو کوي.
دغه راز نوموړې زیاته کړې، چې روسیې له ایران سره خپل اتحاد پراخ کړی او د ایران حکومت له دې ساتي چې د اټمي پروګرام په اړه یې کلکې څېړنې او تفتیش وشي.
ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیري و ویل، چې روسیې د کرېمیا خاروه په غیر قانون ډول ځان پورې تړلې، په وینزویلا کې د غیر مشروع او د دې په وینا د فاسد رژیم ملاتړ کوي او د امریکا په ولسمشر ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده.
دا وايي، نه پوهېږي چې روسیې په ۲۰۱۶مېلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له لاس وهنې څه مقصد درلود خو شک نه لري چې مسکو د امریکا د ټاکنو له له پایلو خوشحاله نه دی.
هیکلي هیلي ټینګار وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د روسیې پر ضد تر بل حکومت زیات کلک دریځ غوره کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل