ترکمنستان وايي د ټاپي چارې له مهالوېش سره سمې پر مخ ځي

15 دلو 1396 ساعت 8:55

د ترکمنستان د تیلو او ګازو د چارو چارواکي وایي، د ترکمنستان د تیلو او گازو کمپنۍ ویلي دي چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د گازو د پایپ لاین پروژه په ترکمنستان کې د ټاکل شوي مهالویش پر بنسټ مخ ته روانه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د جوړولو کار په ٢٠١٥ کال کې هغه وخت پیل شو چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو د هغه هېواد په ماري ښار کې دغه پروژه په رسما پرانیسته.

 د دغه پروژې له لارې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له خاورې پاکستان او هند ته انتقالیږي.

ترکمنستاني چارواکو ویلي، چې دغه پایپ به په کال کې په منځنۍ توګه ٣٣ میلیارد متر مکعب گاز په پروژه کې شاملو هیوادونو ته ولیږدوي.

ترکمنستان په دغه پروژه کې ۸۵ سلنه او پاتې غړي هېوادونه پنځه پنځه سلنه ونډه لري.

 ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان په کال کې څه د پاسه ۴۰۰ میلیون ډالره عاید د ګازو د ترانزیت له درکه ترلاسه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
د مطلب کود: 101041

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101041/

جمهور
  https://www.jomhornews.com