۰
د کورنیو چارو وزیر:

د نویو پلانونو په عملي کېدو سره به د هېواد امنیتي وضعیت ښه شي

یکشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۶
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، د نویو امنیتي پلانونو په تطبیق او پلي کېدو سره به د هېواد او په ځانګړي ډول د کابل امنیتي وضیت مثبت بدلون وکړي.
د نویو پلانونو په عملي کېدو سره به د هېواد امنیتي وضعیت ښه شي
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، د نویو امنیتي پلانونو په تطبیق او پلي کېدو سره به د هېواد او په ځانګړي ډول د کابل امنیتي وضیت مثبت بدلون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي برمک دغه څرګندونې تېره ورځ د سلواغې ۱۴ مه افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن سره د کتنې پر مهال کړې دي.

نوموړي د کورنیو چارو وزرت د نوي امنیتي پلان او طرحو په اړه جنرال جان نېکولسن ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې وزارت یې له نورو اړونده امنیتي ارګانونو سره په ګډه همغږۍ پر دغه پلانونو او طرحو کار کوي.

د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د دغه پلاونو او طرحو په بشپړېدو او عملي کېدو سره به په هېواد او په ځانګړي ډول په کابل کې امنیتي حالت ښه شي.

په ورته وخت کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان د کورنیو چارو وزارت له دغه نویو پلانونو او طرحو څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې له افغان ځواکونو سره یو ځای به د دغه پلانونو او طرحو په پلي کولو کې ملاتړ او مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني هم څو ورځې وړاندې و ویل، چې امنیتي ارګانونه به د امنیتي وضعیت د کابو کولو په موخه خپل تازه پلانونه او طرحې ورته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي