۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

راتلونکو ټاکنو کې به هېڅ ډول درغلي نه وي

یکشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۴
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي ډاډ ورکوي، چې په راتلونکو پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او نور ټاکنو کې به هېڅ دول درغلي نه وي، بلکې ټاکنې به پوره روڼتیا تر سره شي.
راتلونکو ټاکنو کې به هېڅ ډول درغلي نه وي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي ډاډ ورکوي، چې په راتلونکو پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او نور ټاکنو کې به هېڅ دول درغلي نه وي، بلکې ټاکنې به پوره روڼتیا تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون نوي مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن یک شنبې د سلواغې ۱۵ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مها و و ویل، چې په راتلونکو ټاکنو کې به هغه کسان پارلمان، ولسوالیو شورا ګانو ته لار ومومي، چې د ولس ریښتیني استازي وي.

نوموړي د راتلونکو ټاکنو پر شفافیت او روڼ والي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کمېسیون ټول مشرتابه په پوره ایماندارۍ او روڼوالي سره راتلونکې ټاکنې تر سره کړي.

د هغه په وینا د ټاکنو خپلواک کمېسیون غواړي له ټولو اړونده بنسټونو لکه افغان دولت، نړیواله ټولنه، مدني ټولې او د افغانستان له خلکو سره خپله همکاري زیاته او د هغوی پر مټ رڼو ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي و ویل، چې د روڼو ټاکنو د ترسراوي په موخه یې په یاد کمېسیون کې اصلاحات پیل کړي چې له مخې به یې ټول خالي بستونه او هغه بستونه چې دا مهال د سرپرستانو له خوا پر مخ وړل کېږي ډک کړي.

ده و ویل، چې د دغه کسانو د ګمارې پروسه به هم په پوره ځرکتیا او روڼتیا تر سره او هغه کسان به وټاکل شي، چې وړتیا لري.

په ورته وخت کې صیاد دا هم و ویل، چې د ټاکنیزو مرکزونو د ارزونې پروسه چې مخکې بشپړه شوې او دا مهال یې د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون په اړه څېړنه کوي، له کمېسیون سره شریک او د مرکزونو وروستۍ شمېره به اعلان شي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د رایه ورکوونکو د نوملړ او فهرست پروسه هم په جریان کې او د نفوسو د ثبت اوحوال ادارې څخه غوښتل شوي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له مخکنیو ژمنو سره سمې پیل کړي.

ده  وویل، چې د ټاکنو د لارښود د کتابونو د چاپ او برابرو لړۍ هم روانه ده او دا کتابونه په ډېر ژر هېواد ته وارد او له هغې وروسته له هغه به د رایې ورکولو په مرکزونو کې د عامه پوهاوي د کارکوونکو ګمارنه هم پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس یو ځل بیا له افغان حکومت، نړیوالې تولنې، مدني تولنو، د ټاکنو د څار بنسټونو او دغه راز له افغان ولس څخه وغوښتل، چې د رڼو ټاکنو د تر سره کېدا په برخه کې کمېسیون ته لاس ورکړي او مرسته ورسره وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي