برېښنا شرکت له زورواکو د برېښنا محصول د اخیستو کمېټه جوړه کړې

16 دلو 1396 ساعت 8:11

برېښنا شرکت د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د لوړ پوړو چارواکو او زورواکو څخه د برېښنا د محصول اخیستلو له پاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.


برېښنا شرکت د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د لوړ پوړو چارواکو او زورواکو څخه د برېښنا د محصول اخیستلو له پاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دې کمېټې مشرۍ د برښنا شرکت تر غاړې ده خو د لویې څارنوالۍ، حج او اوقاف وزارت، مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت د لوی ریاست، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې او له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې استازي شامل دي.

باید و ویل شي، یاد شرکت د وزیرانو شورا او دارانشا د عمومي ریاست د پرېکړې پر اساس هڅه کړې، چې د پوروړو کسانو افشار کړي، چې دا کار یې کړی هم دی، خو له دې سره سره هغوی د برېښنا پور نه دی پرې کړی.

د یاد شرکت په وینا زورواکان او د زورواکانو شرکتونه یې څه باندې ۱۰ ملیارده او ۶۰۰ ملیون افغانۍ پوروړي دي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101077

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101077/

جمهور
  https://www.jomhornews.com