۰

ولسمشر له وزارتونو غوښتي چې کډوالو ته بودیجه ځانګړې کړي

دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ټولو هغو وزارتونو او اړونده ادارو چې د ۱۳۹۶ کال ټول بودجه یې نه ده لګولي غوښتي، چې باقي بودجه کډوالو کډوالو ته ځانګړې کړي.
ولسمشر له وزارتونو غوښتي چې کډوالو ته بودیجه ځانګړې کړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ټولو هغو وزارتونو او اړونده ادارو چې د ۱۳۹۶ کال ټول بودجه یې نه ده لګولي غوښتي، چې باقي بودجه کډوالو کډوالو ته ځانګړې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه څرګندونې تېره ورځ د سلواغې ۱۵ مه د کابینې په غونډه کې کړې او ویلي یې دي، هغه وزارتونه چې بودجه یې نه ده مصرف کړې باید کډوالو ته یې ځانګړې کړي.

دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې د کډوالو په برخه کې باید یوه مشخصه تګلاره هم جوړه شي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د سولې عالي شورا په یوه عمومي غونډه کې و ویل، چې ژر تر ژره باید افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه کړای شي.

ولسمشر و ویل نور افغان کډوال د فشار د آلې په توګه نه شي قبلولی او د هغوی به نشتون کې داسې فکر کوي، چې ګواکي یې وه پښه او لاس یې نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي