۰

پکتیا کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي

دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۱
چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د دوه موټر د ټکر له امله د ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
پکتیا کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي
چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د دوه موټر د ټکر له امله د ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د سلواغې ۶ مه د ګردیز ښار اړوند د بلند منزلو ښارګوټي کې د ګردیز- کابل پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.

د ګردیز ترافیک چارواکي وايي پېښه د دوه سراچه موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې د دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه په کې ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د ګردیز د ملکي سل بستریز روغتون مشر ډاکتر اصل خان ناصري وايي، د پېښې ټپیان دوی ته وروړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

جمهورخبري آژانس: پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي