۰

افغانستان کرکټ کې زمبابوې ته ماته ورکړه

سی شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۳
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه سیالیو لړۍ په بري سره پیل کړه او په لومړۍ لوبه یې د زمبابوې ملي لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماته ورکړه.
افغانستان کرکټ کې زمبابوې ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه سیالیو لړۍ په بري سره پیل کړه او په لومړۍ لوبه یې د زمبابوې ملي لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماته ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دوه شل اوریزه او پنځو یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبو کوربه افغانستان دی او لوبې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې.

لومړۍ لوبه په ځايي وخت تېره شپه تر سره شو، چې د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او زمبابوې یې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

زمبابوې لوبډلې پیل ښه وکړ او داسې ښکارېده چې لوړ هدف به وټاکي خو د افغانستان توپ اچوونکو ورووسته هغوی ډېرو منډو ته پرېنښودل او په شلم اور کې یې د ۱۲۰ منډو په کولو سره ۹ لوبغاړي وسوځېدل.

د افغان توپ اچوونکو له لوري راشد خان درې، شرف الدین اشرف، ۲، افتاب علم ۲ ، محمد نبي او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړی وسوځول.

په توپ وهنه کې د افغان لوبډلې پیل هم ښه نه و، په درېیم اور کې یې د ۱۵ منډو په تر سره کولو لومړۍ ویکټه ولاړه خو تر هغې وروسته ورو ورو ښه شول او په پنځلسم اور کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۱ منډې وکړې.

تر ټولو ډېرې په کې ۴۰ ناسوځېدلې منډې د محمد نبي وې، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.
په دې سره افغان لوبډلې له زمبابوې لومړۍ شل اوریزه لوبه د پنځو ویکټو او ۳۱ توپونو په لرلو سره وګټله.

باید و ویل شي، چې د افغانستان او زمبابوې دوهمه لوبډه نن سه شنبې د سلواغې ۱۷ ماښام په ۷۳۰ بجو پیل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي