۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

افغان کډوال دې بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي

سی شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۸
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په دغه هېواد کې له مېښتو افغان کډوالو غوښتي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
افغان کډوال دې بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په دغه هېواد کې له مېښتو افغان کډوالو غوښتي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز خواجه اصف له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې خپل هېواد ته افغان کډوالو د بېرته ستېدو له پاره اقدامات وکړي.

خواجه اصف ادعا کړې، چې ترهګر په پاکستان کې د افغان کډوالو په کمپونو کې پټنځایونه لري، نو ځکه له افغانستان څخه غواړي، چې خپل کډوال بېرته وروغواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د ترهګرۍ له منځه وړلو له پاره د کابل او اسلام آباد همکاري مهمه ده او تر څو دواړه لوري دا مساله جدي ونه ګڼي ترهګري به دوام وکړي.

هغه تينګار کړی، چې افغانستان او پاکستان ته پکار ده، چې د ترهګۍ ضد مبارزه کې یو له بل سره همکاري زیاته کړي.

دغه راز نوموړي له افغان حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې، چې پر ډېورنډ کرښه خپل امنیتي تدابیر زیات کړي تر څو د ترهګرو د اوښتو راوښتو مخه ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي