۰

ناټو د سولې په اړه د ولسمشر غني د وروستي دریځ ملاتړ کړی

سی شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۶
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ناټو سازمان افغانستان د سولې په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وروستي دریځ ملاتړ کړی دی.
ناټو د سولې په اړه د ولسمشر غني د وروستي دریځ ملاتړ کړی
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ناټو سازمان افغانستان د سولې په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وروستي دریځ ملاتړ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګ نه د سلواغې په ۱۶ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څرګندونې د ناټو ملکي استازي له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې د کتنې پر مهال کړې.

سرچینه وايي، ولسمشر غني تېره ورځ په ارګ کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سره وکتل او پر بېلا بېلو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه د سولې په اړه د ولسمشر غني د دې دریځ هرکلی کوي چې یواځې له هغو طالبانو سره به د سولې مذاکرات وشي چې په افغانستان کې د وحشت او جنایتونو پلوي نه کوي.

د ناټو ملکی استازي ویلي، چې ناټو سازمان او غړي هېوادونه یې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي او همدارنګه یاد سازمان د تروریستي ډلو او ګروپونو پر ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ او مرسته کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي