ننګرهار کې د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي نیول شوي دي

17 دلو 1396 ساعت 9:51

د کورنیو چارو وزارت وايي افغان پولیسو په ننګرهار ولایت کې د سلګونه ګیلوګرامه نشه يي توکو د لېږد په تور څلور قاچاق وړونکي نیولي دی.


د کورنیو چارو وزارت وايي افغان پولیسو په ننګرهار ولایت کې د سلګونه ګیلوګرامه نشه يي توکو د لېږد په تور څلور قاچاق وړونکي نیولي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن سه شبنې د سلواغې ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه قاچاق وړونکي د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې نیول شوي.

سرچینه زیاتوي، چې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په یاده سیمه کې ځانګړي عملیات تر سره کړل، چې پر مهال یې ۴۰۴ کیلوګرامه چرس کشف او تر لاسه کړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي قاچاق وړونکو دغه اندازه نشه يي توکي په دوه عرادو موټرو کې په ډېر ماهرانه شکل ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې یوې بلې سیمې ته یې ولېږوي.

خبرپاڼه وايي، د نیول شویو نشه يي  توکو د لېږد په تور څلور تنه شکمن کسان هم نیول شوي او دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې رواندې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس ژمن دي، چې د نشه يي توکو د قاچاق او ترافیک مخه ونیسي.

یاد وزارت زیاتوي، چې دغه پولیسو په روان کال کې تر اوسه ۲۱۴ ټنه بېلابېل ډوله نشه يي توکي او د هغوی سره په تړاو ۲۴۵۷ کسان نیولي او قانون ته یې سپارلي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 101132

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101132/

جمهور
  https://www.jomhornews.com