ولسمشر ۷ لوړ پوړي نظامي چارواکي له دندو لرې کړي

17 دلو 1396 ساعت 13:18

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، کابل کې پر ۱۱۱ مه فرقه د ډلییز ځانمرګي برید په تړاو د دوه جنرلانو په ګډون ۷ لوړپوړي نظامي چارواکو د وظیفوي غفلت د امله له دندو ګوښه کړای شول.


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، کابل کې پر ۱۱۱ مه فرقه د ډلییز ځانمرګي برید په تړاو د دوه جنرلانو په ګډون ۷ لوړپوړي نظامي چارواکو د وظیفوي غفلت د امله له دندو ګوښه کړای شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شنبې د سلواغې ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ارګ کې د مسلحه ځواکونو د اعلی سرقوماندان په غونډه کې د هغه پلاوی، چې په کابل کې پر ۱۱۱ مه فرقه د شوي برید څېړلو په موخه ټاکل شوی و، راپور واورېدل شو.

سرچینه زیاتوي، چې د یاد راپور تر اورېدولو وروسته د دوه جنرالانو په ګډون ۷ لوړي پوړي نظامي چارواکي په دغه پېښه کې د وظیفوي غلفت له امله د دندې څخه ګواښه کړای شول.

باید و ویل شي، چې کابل کې د ۱۱۱ مې فرقې په یوه کنډک باندې تېره اوونۍ پنځو ځانمرګو بریدګرو ډلیز برید وکړ، چې په کې ۱۱ تنه و وژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

په دغه برید کې څلور بریدګر هم د افغان ځواکونو له خوا و وژل شول او یو تن یې ژوندی ونیول شوي.

د دې برید مسؤولیت داعش وسله والو پر غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 101143

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101143/

جمهور
  https://www.jomhornews.com