امریکایي ځواکونو افغانستان کې د (B 52) بریدونه زیات کړي

17 دلو 1396 ساعت 13:45

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي، په افغانستان کې یې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې خپل هوايي بریدونه زیاته کړي دي.


په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي، په افغانستان کې یې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې خپل هوايي بریدونه زیاته کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادو ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپلو سره ویلي چې دغه بریدونه تر ډېره د (B 52) الوتکو پر مټ د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان او جنوب لوېدیځ هلمند ولایت کې زیات کړي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو ۹۶ ساعتونو امریکايي ځواکونو په بدخشان کې پر وسله والو بریدونه کړي کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې (B 52) الوتکو په ۲۴ رهبري شوي بمونه په بدخشان کې د ترهګرو پر روزنځایونو او هغه موټرو ویشتي، چې دوی له افغان ځواکونو تښتولي وو.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي د (B 52) له بریدونو څخه یې موخه یوازې او یوازې د وسله والو د مرکزونو، فعالیتونو او د هغوی د مالي سرچینو له منځه وړل دي.

په خبرپاڼه کې دغه ځواکونو ویلي، چې په هلمند کې هم ورته بریونه تر سره شوي، خو دا بریدونه د نشه يي توکو پر کارځایونو چې د وسله والو مخالفینو مالي سرچینې دي تر سره شوي دي.

دوی وایي په هلمند کې به دغه بریدونه تر هغې دوام وکړي تر څو یې د ترهګرو مرکزونه او د هغوی مالي سرچینې په بشپړه توګه نه وي وچې کړې.

په خبرپانه کې ویل شوی، چې بهرنیو او افغان ځواکونو د ۲۰۱۷ کال له نومبر میاشتې راهیسې په هلمند کې طالبانو ته ۳۰ میلیونه ډالر زیان اړولی دی.

خبرپاڼې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن له قوله ویلي، چې طالبان د پټېدو له پاره نور هېڅ ځای نه لري او هېڅ وسله والې ډلې ته به هېڅ پټنځای، پټ پاتې نشي چې وکولای شي له هغه ځایه افغانستان او د افغانستان خلکو ته زیان ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 101146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com