۰

۱۷۱ ماشومان د هېواد ملي امنیت ته په ګواښ تورن دي

سی شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۴
د عدلیې وزارت وايي ۱۷۱ ماشومان چې د دې وزارت د ماشومانو د اصلاح په مرکز کې ساتل کېږي، د هېواد ملي امنیت ته پر ګواښ تورن دي.
۱۷۱ ماشومان د هېواد ملي امنیت ته په ګواښ تورن دي
 د عدلیې وزارت وايي ۱۷۱ ماشومان چې د دې وزارت د ماشومانو د اصلاح په مرکز کې ساتل کېږي، د هېواد ملي امنیت ته پر ګواښ تورن دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور نن سه شنبې د سلواغې ۱۷ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې له دغه ۱۷۱ تنو څخه یې یو شمېر د ځانمرګو واسکتو سره یو ځای نیول شوي دي.

د هغه په وینا په ټولیز ټول ۷۸۴ ماشومان چې په بېلا بېلو جرمونو تورن دي، په مرکز او ولایتونو کې د عدلیې وزارت د مشاومانو د اصلاح په مرکزونو کې ساتل کېږي چې ۸۰ تنه یې یوازې نجونې دي.

نوموړی وايي زیاتره هغه ماشومان چې بېلا بېل جرمونه یې کړي له ۱۶ تر ۱۷ کلونو پورې عمرونه لري خو وايي په تېرو دریو کلونو کې د تېرو څوارلسو کلونو په پرتله د ماشومانو په جرمونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د عدلیې وزیر دا هم و ویل، هغه ماشومان چې دا مهال په مرکز او ولایتونو کې د یاد وزارت په اصلاحي مرکزونو کې ساتل کېږي، د زده کړو تر څنګ بېلا بېل مسلکونه لکه، خیاطي، ګلدوزي، نجاري، نقاشي او داسې نور مسلکونه ورته ښودل کېږي.

ده و ویل، چې دې ماشومانو ته د ۱۲ مرستندویه بنسټو په مرسته زده کړې ورکول کېږي او دغه راز هغوی ته ته کتاب خونې هم جوړې شوې او هر ماشوم مدافع وکیل ته هم لاس رسی لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي