۰
مایک پنس:

امریکا هڅه کوي خپلې اټومي وسلې نوې کړي

پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۳
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، د امریکا متحده ایالت د ځان د دفاع لپاره د لا پرمختللو اټومي وسلو په لټه کې ده.
امریکا هڅه کوي خپلې اټومي وسلې نوې کړي
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، د امریکا متحده ایالت د ځان د دفاع لپاره د لا پرمختللو اټومي وسلو په لټه کې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنس دغه څرګندونې جاپان کې د امریکايي ځواکونو په یوه پوځي اډه کې کړې او ویلي یې دي، امریکا په پام کې لري، چې خپلې اټومي وسلې نوې کړي.

نوموړي ویلي، چې د اټومي وسلو په نوي کولو سره به امریکا خورا پرمختللي ټکنالوژۍ ته لاسرسی ومومي چې، ترې په ګټه اخیستنې به د ځان او خپلو ملګرو هېوادونو پر وړاندې له هر ډول ګواښ نه مخنیوی وکولی شي.

بل خوا راپورونه وايي، د امریکا نظامي دوکتورین د چین او روسیې اټومي وسلې څاري، ځکه چې په خبره یې دوی د روسیې لخوا ځانونه چندان خوندي نه بولي.

د امریکا مرستیال ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې څو ورځې وړاندې د چین بهرنیو چارو وزیر ویلي امریکا د خپلې نوې اټومي ستراتېژۍ په اعلان سره نړیواله سوله ګواښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي