ناټو:

امریکايي ځواکونو بدخشان کې اېغور او طالبان په نښه کړي دي

21 دلو 1396 ساعت 9:43

ناټو وايي، په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو په بدخشان ولایت کې د چین پر ایغور وسله والو او افغان طالبانو هوايي بریدونه کړي او د هغوی یوشمېر وسله وال یې وژلي دي.


ناټو وايي، په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو په بدخشان ولایت کې د چین پر ایغور وسله والو او افغان طالبانو هوايي بریدونه کړي او د هغوی یوشمېر وسله وال یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي چارواکو ویلي، دغه بریدونه د بدخشان ولایت له تاجکستان او چین سره د افغانستان په ګډ سرحد کې د طالبانو د روزنې پر مرکزونو او د ختیځ ترکستان د اسلامي نهضت افراطي ډلې د ملاتړ شبکه باندې شوي دي.

د ناټو مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې بمباریو کې د وسله والو طالبانو روزنیز مرکزونه او سنګرونه، چې ناټو وايي افراطي وسله والو په افغانستان کې دننه او له چین او تاجکستان سره په ګډ سرحد کې د تروریستي عملیاتو لپاره کار ترې اخیست، له منځه یوړل شول.

ناټو زیاتوي، چې دا عملیات به له افغانستان سره، خپلو ګاونډیانو ته د دې ډاډ په ورکولو کې مرسته وکړي چې افغانستان د افراطي وسله والو ډلو د عملیاتو لپاره خوندي ځای نه دی.

تر دې وړاندې هم بهرنیو ځواکونو ویلي و، چې په افغانستان کې یې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه زیات کړي او دغه بریدونه تر ډېره د بي ۵۲ الوتکو پر مټ تر سره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101226

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101226/

جمهور
  https://www.jomhornews.com